په دې وروستیو کې په بېلابېلو ډګرونو او په ځانګړې توګه ډيپلوماتیک ډګر کې د اوسني حکومت محسوسو لاسته راوړنو او پرمختګونو، په غرب او امریکا کې په لوکسو کې بنګلو کې ناست مخالفین سخت وارخطا کړي او د انزوا له کبله یې اندېښنې ورځ تر بلې پر ډېرو دي. که څه هم دغو مخالفینو، چې ځینې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال نظامي قوماندانان او چارواکي وو، له هماغې لومړۍ ورځې په غرب کې د افغانستان له وضعیت څخه د ناوړه تصویر د خپرولو لپاره پراخ کمپاینونه او تبلیغات وکړل.

خو په افغانستان کې دننه په سیاسي، ډيپلوماتیکو، نظامي، امنیتي او ټولنیزو برخو کې پرمختګونه او لاسته راوړنې دومرې ډېرې او محسوسې دي، چې نه یوازې دا چې د هغو تبلیغاتو مخه یې ډب کړې، بلکې په کور دننه او نړۍواله کچه یې د نورو پاملرنه هم ورته را جلب کړې ده. د دغو ټولو لاسته راوړنو له کبله په غرب کې مېشت د اوسني حکومت مخالفین سختې انزوا ته تللي، دوی هلته اصلاً له پامه غورځول شوي او د افغانستان په قضایاوو کې د مشورې ترې کچې هم خبره ورسره نه کېږي.

دغه مخالفین چې ځانونه د جبهو او ډلو ټپلو مشران ګڼي، اوس په لړزانده حالت کې امریکا او اروپا ته مشورې ورکوي چې ګواکې له اوسني افغان حکومت سره دې تعامل نه کوي او په خبره یې د اوسني حکومت پر ځای باید د دوی لاسنیوی وشي، ترڅو په افغانستان کې جګړه وکړي او د دوی په وینا غرب دې د دوی له لارې هلته خپلې ګټې خوندي کړي. دوی د افغانستان د اوسني حالت په اړه هم ټوله ورځ منفي تبلیغات او تحلیلونه کوي او غربي هېوادونو ته خبرداری ورکوي چې ګواکې افغانستان نا امن او د دوی لپاره ګواښ دی.

بلخوا غربي هېوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره تعامل ته مخه کوي، هلته افغان سفارتونه او ډيپلوماټیکې استازولۍ افغان حکومت ته سپاري، کابل ته سفرونه کوي او د شته ستونزو او خنډونو پر لېرې کېدو بحثونه او خبرې کوي، ځکه دوی ویني چې اوسنی افغانستان امن دی، د سوکالۍ په لور ګامونه اخلي او که اوس تعامل و نه کړي، نو کېدای شي دا ټول فرصتونه یې لاسه ووځي. دوی هلته مېشت د اوسني افغان حکومت مخالفین ورځ تر بلې له پامه غورځوي او آن له دوی څخه د مشورې له اخیستلو هم ډډه کوي.

همد اوس د اروپا په زړه کې ګڼ سفارتونه او ډيپلوماټيکې استازولۍ افغان حکومت ته سپارل شوي او په نارمل ډول پکې خدمات وړاندې کېږي، همدا راز د پاتې نورو د سپارلو لپاره هم خبرې روانې دي چې ډېر ژر به هغه لړۍ هم پای ته ورسېږي، اروپايي اتحادیې له ډېر پخوا راهیسې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی او نور هېوادونه یې هم د سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي.

دا ټولې لاسته راوړنې د افغانستان لپاره ښه خبرونه دي، دا هڅې او اقدامات د ټولو اړخونو په ګټه دي، په بهر کې مېشت مخالفین او ډلې ټپلې د هېچا استازي نه دي، دوی یوازې د خپلو ګټو د تامین په لټه کې دي، دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره هرې معاملې او د هر ارزښت پر سر سودا ته تیار دي، نو که څوک رښتیا هم د تعامل او جوړجاړي خبره کوي، نو اصلي ادرس یې کابل دی، نه په غرب او امریکا کې مېشت له ولسه تښتېدلي او رټل شوي مخالفین.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version