په بدخشان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د انجونو یو ښوونځی ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بدخشان د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د جامرچ د نجونو ښوونځي ته د ۳۱۰ زره ۲۰۰ ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بدخشان د پوهنې رياست وياند عبدالغني عابدي په خپلو خبرو کې وايي چې د یادې ودانۍ د رغولو چارې په ۱۳۹۹ کال کې د یوې الماني مرستندویې موسسې په مالي ملاتړ ۷۰ سلنه پرمخ تللې وې او د اسلامي امارت په حاکمیت سره یې پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه زیاته کړې، چې یاده ودانۍ په ۳۸۸۸ مترمربع مساحت کې په پاخه او اساسي توګه جوړه شوې چې په کې ۱۳ درسي خونې شاملې دي؛ دا مهال په یاد ښوونځي کې ۵۶۰ زده کوونکې په زده کړو بوختې دي.