د بغلان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د پلخمري ښاروالۍ ریاست څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ د هټیو د کرايې، شهري او صفايي، د قراردادونو او نورو برخو څخه راټولې کړي دي. 

د مسوولینو په خبره اوس د عوایدو په راټولولو کې په بشپړ ډول روڼتیا رامنځ ته شوې او د بغلان خلکو ته ډاډ ورکوي چې ښاروالۍ د شفافیت په پام کې نیولو سره هڅه کوي چې عواید راټول او د ښاري ښکلا او آبادۍ په برخه کې پروژې پرې پلي کړي څو خلکو ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version