د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د کویټ هېواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.

له اقتصادي معاونيت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر پانګونې او د سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، لیدنه کې د کویټ هېواد پانګوالو ويلي، افغانستان اوسمهال د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی لېواله دي چې دلته په مختلفو برخو پر پانګونې سربېره د سوداګرۍ په برخه کې هم فعالیت وکړي.

یادو پانګوالو زیاته کړې، دوی غواړي چې په افغانستان کې د هغو مرستو لپاره هم یو پياوړی بنسټ جوړ کړي چې د اسلامي هېوادونو د ملتونو له لوري ورکول کېږي؛ ياد بنسټ به له اسلامي امارت سره په همغږۍ یادې مرستې د بېوزلو افغانانو په لاسنیوي او پراختیايي برخو کې لګوي.

خبرپاڼه کې ويل شوي، په دې ليدنه کې اقتصادي مرستيال په افغانستان کې د کویټ هېواد د پانګوالو له پانګونې، د سوداګرۍ په برخه کې له فعالیت او په پراختیايي برخو کې د یو قوي بنسټ له رامنځته کېدو هرکلی کړی، ډاډ يې څرګند کړی چې اسلامي امارت د یادو برخو پوره همکاري او ملاتړ کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version