د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، د دوحې راتلونکې ناستې په اړه مشورتي ناسته د بهرنیو چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ شوې ده.

د بلخي په خبره؛ په دې ناسته کې د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد، د افغانستان بانک مرستيال نور احمد اغا، د کورنيو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار او د صنعت او سوداگرۍ وزارت سلاکارانو گډون کړی وو.

د بلخي په وینا: “د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لارښوونو سره سم به د اسلامي امارت پلاوی د دوحې په راتلونکې ناسته کې د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشري ګډون کوي.

“په ناسته کې گډونوالو د دوحې په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام بنديزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې ننګونو او د نشه‌یي توکو پرضد د افغانستان حکومت پر اقداماتو خبرې اترې وکړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version