د بلوڅو بېلتون‌پالې ډلې (BLA) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو یې، د بلوچستان ایالت تربت، تمپ او پنجګور ولسوالیو کې پر پاکستاني پوځ ۷ جلا-جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه هلاک او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو تر دې مهاله د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې، د پاکستان پر پوځ او نورو امنیتي ادارو د بلوڅ بېلتون‌پالو په بریدونو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version