سوریې داخلي امنیت ادارې د دغه هېواد په ادلب ولایت کې د پخواني رژیم پاتې شونو پر ضد پراخ امنیتي عملیات پیل کړي دي.
راپورونه کاږي، د دې عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر هغه کسان نیول شوي، چې د عدالت له منګولو تښتېدلي وو او د وسلو تسلیمولو څخه یې انکار کړی و.
بل خوا د سوریې امنیتي ځواکونو په حمص ولایت کې یو ډیپو کشف کړی، چې په کې وسلې او مهمات پټ ساتل شوي وو.