د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د تېر لمریز کال د حوت مياشتې له پيله تر پايه د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۸۰۸۵ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۲۷۴۸۵۲ ټنه، ‏د آقینې بندر له لارې ۱۴۷۲۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲۴۸۳ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۶۰۲۳ ټنه، چې ټولټال ۳۵۸۰۸۵ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، چې په حوت مياشت کې ۱۹۸۸۰ ټنه صادرات او ترانزیت شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، کچالو او د انارو جوس دي.

ټولګټو وزارت د خبرپاڼې په پای کې ټینګار کړی چې، هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version