بلوڅ بېلتون پالې ډلې «BLA» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، وسلهوالو یې د ګوادر او تربت ترمنځ پر سړک د تالاشۍ پر مهال د یوه پاکستاني شرکت یو کارمند نیولی دی.
یاده دې وي، چې بلوڅ بېلتون پال د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو سربېره وخت ناوخت د پاکستان د دولتي شرکتونو پر کارکوونکو او باروړونکو موټر بریدونه کوي چې ډېر کله له درنې مرګژوبلې سره هم مله وي.