د سیمهییزو سرچینو د راپورونو لهمخې، د بلوچستان په مستونګ ښار کې د پاکستاني عسکرو پر کاروان د ماين چاودنې له کبله څلور عسکر هلاک شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د چاودنې پړه بلوڅ بېلتون پالو منلې او وایي، چې د پاکستاني پوځ يو موټر هم زيانمن شوی دی.
د ویلو ده، چې د پاکستاني حکومت محلي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.