انادولو‌ خبري اژانس د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر له قوله خبر ورکړی، چې نتنياهو د شپې لخوا د خرابو خوړو له امله د کولمو په التهاب او مکروب اخته شوی او روغتون ته وړل شوی دی.

سرچينه وايي، د ډاکترانو د سپارښتنې له مخې به نتنیاهو راتلونکې درې ورځې په خپل کور کې بستر پاتې شي.

د معلوماتو له مخې د نتنیاهو د ناروغۍ له امله به د هغه د نن ورځې د پارلمان غونډه او همداراز د دوشنبې لپاره د تل‌ابیب په سیمه‌ییزه محکمه کې ټاکل شوې محکمه وځنډول شي.
نوموړی هره اوونۍ دوه ځله د فساد د قضیې په تړاو د تل ابيب محکمې ته حاضرېږي.

له داخلي قضيو سربېره نتنياهو غزه کې د روانې نسل وژنې او جنايتونو په ترسره کولو سره نړيوال مجرم پېژندل شوی او ګڼ شمېر سازمانونه او هېوادونه یې د محکمه کېدو غوښتنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version