د بهرنیو چارو وزارت د المان د فدرالي حکومت د هغې پرېکړې په تړاو غبرگون ښودلی، چې له المان څخه افغان کډوال وباسي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له لوري رسنیو ته په په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له المان څخه د افغان وگړو د ویستلو پرېکړه څاري او هیله کوي، چې د افغان وگړو د حقونو د خوندیتوب په موخه دواړه هېوادونه وکولی شي د دیپلوماتیکو لارو یاده موضوع په داسې شکل مدیریت کړي، چې افغان وگړي په یوه او بله پلمه له نامعلوم برخلیک سره مخ نه‌شي او یو درېیم هېواد ته د منل شوو کنوانسینونونو خلاف ونه سپارل شي.: «د افغانسان اسلامي امارت د المان پر چارواکو غږ کوي چې دا موضوع د نورمالو کونسلي تعاملاتو او معقول مېکانېزم له مخې د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ حل کړي.»

تېره اوونۍ په المان کې د یو افغان کډوال له لوري هغه المانی وگړی په چاکو ووهل شو، چې د اسلام ضد څرگندونې یې کولې.

له یادې پېښې وروسته د المان حکومت پرېکړه کړې، چې له خپلې خاورې څخه هغه افغان کډوال وباسي، چې د تاوتریخوالي شک پرې کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version