د نورستان په نورگرام ولسوالۍ کې د استخباراتو امریت د مقاومت ډلې یو سیمه‌ییز قومندان حمیدالله نیولی دی.

یوې سرچینې هندوکش غږ ته ویلي، د نورگرام ولسوالۍ د استخباراتو امریت منسوبینو د کلتن په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د مقاومت ډلې یو سیمه‌ییز قومندان حمیدالله نیولی دی.

د سرچینې په خبره، بېگاه شپه یاد کس غوښتل د نورستان له ولایت څخه ووځي. له واما ولسوالۍ څخه نورگرام ولسوالۍ کلتن سیمې ته رسېدلی، چې د لارې په اوږدو کې د استخباراتو تر څار لاندې وو او د گلچه‌خېل په کلي کې ونیول شو.یادې سرچینې ویلي، د عملیاتو پر مهال هېچاته هم ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.

که څه هم د طالبانو پر ضد بېلابېلې ډلې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې جوړې شوې؛ خو د یادو ډلو گڼ غړي د استخباراتو له لوري نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version