د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی عبدالقهار بلخي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «بلوچستان ایالت دوکۍ سېمه کې د سکرو کانونو په کاریګرو د ناپېژانده وسلوالو بریدونه چې له امله یې د ۴ افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر شهیدان شوي، په کلکو ټکو غندي.»

د افغانستان اسلامي امارات د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.

د الله متعال له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.

همدا راز د پاکستان په حکومت غږ کوي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار لازم اقدامات تر سره کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کوېټه کې د افغانستان اسلامي امارت لویې قونسلګرۍ ته دنده سپارلې ده چې افغانستان ته د افغانانو د جنازو د انتقال په اړه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

یاد برید تېره شپه ناوخته د بلوچستان ایالت په دوکۍ سیمه کې د نامعلومه وسلوالو لخوا تر سره شوی، چې په ترڅ کې یې د څلورو افغانانو په ګډون ٢٠ تنه شهیدان او ۸ نور ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version