د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ نیول شوی ۲۷کلن نصیر احمد توحیدي د داعش ډلې غړی پلان درلود چې په امریکا کې د ټاکنو په ورځ ترهګریز برید وکړي.
نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۱ م کال د سپټمبر پر نهمه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له تېښتې څو اونۍ وروسته د کډوالۍ پر ځانګړې وېزې امریکا ته تللی و.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او له هغه سره مل یو بل ځوان ٢ کلاشینکوفونه، ۱۰ شاجورونه او ۵۰۰ مرمۍ هم تر لاسه کړې وې؛ د وسلو او مهماتو له ترلاسه کولو وروسته سم د لاسه د FBI له خوا نیول شوي.
د یادونې وړ ده چې توحیدي د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې(SIA) په چوکاټ کې د ساتونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.