فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې نن (چهارشنبه) په ځایي وخت سهار مهال تایلنډ کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي پر واګون لوی ساختماني کرېن لوېدلی.
ځایي امنیتي چارواکو ویلي، چې دې پېښه کې ۲۲ تنه مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
پېښه د تایلنډ پلازمېنې ته نږدې، د «ناخون راچاسیما» ولایت په «سیکیویو» ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
چارواکو ویلي، د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیات روان دي او ښايي د قربانیانو شمېر لا لوړ شي.
