نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د ولسي کميټې له لوري پراخ لاريونونه روان دي او دا مهال په ياده سيمه کې انټرنټ او اداري خدمات په بشپړ ډول بند دي.
د لاریونونو پر مهال درې پولیس افسران، شپږ ملکیان وژل شوي او ۱۵۰ شاوخوا نور پولیس سخت ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د روان وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او د پېښو د شفافو څېړنو امر یې کړی دی.
دغه راز د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې پاکستان د کشمیر ازادۍ لپاره خپل وجود له خطر سره مخ کړی، نو کشمیریان باید ارام پاتې شي.
لاريون کوونکو پاکستاني حکومت ته د خپلو غوښتنو يو اوږد لېست وړاندې کړی، چې پکې د واکمنې طبقې ځانګړي امتیازات لغوه کول، د پارلمان ۱۲ ځانګړې څوکۍ ختمول، د سهمیې سیستم لغوه کول، وړیا او برابر تعلیم او درملنه، قضایي اصلاحات او همدارنګه په سیمه کې د نړیوال هوايي ډګر جوړول شامل دي.