د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو تېره مياشت په ۱۰ ولایتونو کې څه باندې ۳۷ زره او ۵۲ جریبه ځمکه له بررسۍ او تثبیت وروسته راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
ياد وزارت نن پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ځمکو له غصبه د مخنیوي تخنیکي پلاوو د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په فارياب، جوزجان، دايکندي، غور، خوست، لوګر، نيمروز، سرپل، اروزګان او ميدان وردګ ولایتونو کې څه باندې ۳۷ زره او ۵۲ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت وروسته راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
سرچينه وايي، دغه راز تخنیکي پلاوو په دې موده کې څه باندې یو ميليون، ۱۸۰ زره او ۲۵۴ جریبه امارتي ځمکه په ۱۸ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې یو ميليون ۳۲۱ زره او ۷۵۲ جریبه نوره ځمکه یې هم په ۲۶ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.