د نورستان ولایت د کانونو او پټروليم رياست مسؤلين وايي، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند پشګردرې کانونو څخه ترلاسه شوي ۱۰ کیلو ګرامه بیروج د ازادې بولۍ له لارې د ۳ میلیونه او ۲۵ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شول.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس سید الرحیم عمیر وايي، چې له یادې بولۍ څخه ۳۰۲ زره ۵۰۰ افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمع شوې دي.
نوموړي همدا راز د نورستان د کانونو په مسلکي استخراج او شفاف پلور هم ټينګار کړی دی.