د «نير ټرسن» په نوم د یوه څېړنیز مرکز تازه څېړنه ښیي، چې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د امريکا بهرني پورونه ۳۷ ټريلیونه ډالرو ته رسېدلي.

د یاد مرکز د څېړنې له‌مخې، د تېرې جولای میاشتې په څلورمه نېټه د ټرمپ له‌خوا د «one big beautiful act» په نوم د یوه قانون تر لاسلیک وروسته دغه پورونه په بې‌ساري ډول لوړ شول.

د معلوماتو له‌مخې، د یاد قانون لاسلیک د ټرمپ د دوهمې دورې ولسمشرۍ تر ټولو ستر قانوني اقدام ګڼل کېږي. دا قانون د مالیاتو کمښت، د دفاعي بودجې زیاتوالی او مهاجرتي پالیسیو په برخه کې د پراخو بدلونونو د رامنځته کېدو په پار لاسلیک شوی.

څېړنه ښیې، چې له یادې مودې راهیسې پر امریکا د نورو هېوادونو پورونه ۷۸۰ میليارده ډالره زیات شوي، چې دا د امریکا په تاریخ کې بې‌ساري بلل کېږي.

د معلوماتو له‌مخې، پر امريکا پورونه په منځنۍ توګه هره ورځ تر ۲۲ میليارده ډالرو زیات پورته ختلي دي.

د «نير ټرسن» څېړنیز مرکز موندنې ښیي، چې امریکا د ۲۰۲۴ کال د اپرېل تر ۴مې نېټې څه باندې یو ټریلیون ډالر له‌ جاپان، ۷۴۹ میلیارده ډالر له چین، ۶۹۰ میلیارده ډالر له بریټانیا، څه باندې ۳۷۳ میلیارده ډالر له لوګزامبورګ او نږدې ۳۲۹ میلیارده ډالر له کاناډا څخه پوروړې وه، خو دا چې امریکا اوس له دغو هېوادونو څومره پوروړې ده، په اړه یې څه نه‌دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا دا مهال د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو ډلو او د لویو جګړو ملاتړ کوي او اټکل کېږي چې له دې سره به د امریکا پورونه لا نور لوړ شي.

امریکا دا مهال د اوکراین په جګړه د کیف ملاتړې ده او دغه راز د منځني ختیځ او غزې په جګړو کې د صهیونیستي اسرائیلو لوی ملاتړې بلل کېږي او اټکل کېږي، چې د دغو جګړو دوام د امریکا پر ملاتړ مشروط دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version