ارغوان وطنیار
د پاکستان د اسټبلیشمنټ یو کوټه سپی جان نومیږي او په ټبر ځان اڅکزی شمیري، خو خیر موږ به ترې اڅکزی منفي کړو، وچ کلک جان به ورته وایوو، دا هغه نوم دی چې اکثره انګرېزان او اروپایان یې په خپلو سپیو ږدي.
جان نن پر خپل ایکس پاڼه د هغو افغان اتلانو عکسونه د توهین په شکل خپاره کړي او ورسره یې لیکلي چې پينځه څلویښت طالبان د پاکستان پوځ دوزخ ته ولېږل او زموږ پوځ په خپل وطن معامله نه کوي.
هاهاهاها کیشینه ډېر مه جذباتي کېږه، د جان په خوا کې کوم ناست کس که زما خبرې لولي نو ورته وایم دا شی وتړﺉ او په خولې یې لاس کېږدﺉ.
دلته یو مکس کوم او له دوو زاويو نه پرې تاویږم؛ یو دا چې جان وایي زموږ پوځ په وطن معامله نه کوي هاهاهاهاد دنیا کوم پوځ په یوه ورځ کې د ٩٠٠٠٠ شاو خوا کسان چاته تسلیم شوي؟ تسلیمي دې هم یاده شي؛ بیا داسې تسلیمي به د جهان په تاریخ کې تکرار نشي چې د نوي زرو وسلوالو نه وسلې واخیستل شي، کمربند پرې ایله شي، جاکټونه ترې وایستل شي، پتلون ترې وباستل شي، هغه کوچنی نېکر ترې لرې شي او بیا یې په څلورو کړي او د شا لخوا یې عکسونه واخیستل شي.
هاهاهاهاهاهاها جالبه ده ولا ډېره جالبه ….نو زه نه پوهیږم چې دغه کوچانی ګلټیېر سپی به کومې معامله ښیې؟د کشمیر پینځو جګړو کې په بې شرمۍ یې فوځ مات شوی، د کارګل په جنګ کې یې شرمونه ځانونو ته اړولي.
دا یې هغه د معاملې زاویه چې ما پرې لنډمکس وکړ.دویمه زاویه دا چې نوموړي وویل که زموږ د پوځ په مقابل کې څوک دریږي دوی یې دوزخ ته لیږي.
زه ورته دومره وایم، په وطن سر ایښودو باندې سړی دوزخ ته نه ځي. هغه د دار رسۍ ټول عمر ښکلوو دا زموږ د نیکونو تربیه ده چې موږ پرې عمل کړی، په خاورې ننګ باندې د هر چا له لاسه وژل شوي یو، هغه مرګ زما د افتخار مرګ دی، که د دین او د حق په لاره کې مو وجودونه شیندل شوي وینو مو راته د ازادۍ په قاموسونو کې د استقلال شمعې بلې کړي.جانه په وطن، ولس او دین باندې شهادت مرګ نه دی بلکې ابدي ژوند دی.
هغه ژوند له مرګه بدتر دی چې له انسان پرتوګ وباسل شي او هغه مرګ چې د عزت، ناموس او وقار لپاره انسان ورته دانګي هغه ژوند دی.
وطن ناموس دی متاسفانه چې تاسو یې نه لرﺉ څوک چې وطن لري هغوی یې په قدر پوهیږي، ستاسو ادارې ته خو انګریز سامراج د هند له وجوده یوه ټوټه ځمکه بېله کړه، د افغانستان یوه ټوټه ځمکه یې غصب کړه، ته یې د اسیا د ناکرارۍ لپاره د شر جغرافیه ایجاد کړې.
په دې مقبوضه سیمو کې واحد ملت نه لرﺉ، بلوچ سرمچار درته هره ورځ د سر په کاسه کې اوبه درکوي، پښتنو مجاهدینو درباندې رڼا ورځ تیاره کړې، د کشمیر ازادۍ غوښتنونکو دې فوځ تر سوباړو لاندې وژني.بس یو لنګمار پنجاب د انګرېز اجورتي قاتل پاتې چې ډېر ژر به یې د بدمعاشۍ په تابوت میخ ټک وهل شي.
جانه موږ که په وطن ننګ ونه کړو احمدشاه بابا مو له قبره نه بښي هغه راته په ژوند ویلي:د ننګ مړ خو څه مړ نه دی د بې ننګه ژوند جفا دهلاس به وانخلم له ننګه چې په ننګ پاتې دنیا ده.بابا خو لا په ځای پریږده چې زموږ پیغلې او زموږ ارتینې مو بې ننګۍ ته نه پریږدي.
که خاوره ونه ساتو زموږ لوڼه او زموږ خویندې موږ ژوندي نه پرېږدي موږ هغوی ته دا ژمنه ورکړې:موټی خاوره د وطن به پرې ور نه کړمکه په سر د ځمکې هر وطن خُتن شيکه غلیم له ما بری یووړ محبوبې ستا پړونی دې زما د تن کفن شي.
که تاسې لږ د ملالې مېوندۍ تاریخ ته سر ښکاره کړﺉ پوه به شئ چې ستا د پلار (انګرېز) هډونه اوس هم د میوند په دښتو او تالو کې پراته دي، د هغې یوې ټپې ستا د پلار امپراطورۍ په مخ واړوله.
نو هغو ځوانانو که لټۍ کړې وای د خپلې ملالې خور پېغور به هره ورځ وژل:که په مېوند کې شهید نشوېخدایګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتمه.زموږ تورسرې حتی زموږ په شا مرمۍ خوړل نشي زغملی راته وایي د غلیم او د دښمن مرمۍ ته سینې ور نيسئ، شا مه ور اړوﺉ.
جان! شهادتونه زموږ ارمانونه دي، ته خو ملي ارمان نه لرې نو په خوند به یې څه پوه شې؟