یو شمېر نړۍوالو رسنیو د ځینو سرچنیو له قوله خبر ورکړی، چې اسرائیلو د لبنان اړوند صیدا ښارګوټي کې په ترسره شوي برید کې درې تنه وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د لبنان یوې امنیتي سرچینې د جرمني خبري اژانس ته ویلي، په دې برید کې چې پرون د ثور په ۲۸ مه د لبنان په جنوبي ښارګوټي “صیدا” کې وشو، د حزب الله ډلې یو غړی او دوه سوریايي کارګران وژل شوي دي، خو په راپور کې د ټپیانو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی.
بل لور ته د حزب الله ډلې هم د خپل یوه غړي وژل کېدل تائید کړي دي.
“صیدا” ښارګوټی د لبنان یو له هغو ښارګوټو څخه دی، چې د اسرائیلو د شمالي سرحد په ۵۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او حزب الله ډله ډېره کله له همدې ځای پر اسرائیل بریدونه کوي.
په راپور کې د اسرائیلو پوځ له قوله ویل شوي، چې د اسرائیلو پوځ دغه برید کړی او زیاتوي، چې په دغه برید کې د حزب الله ډلې د هوايي دفاع هغه مرکز یې په نښه کړی، چې د اسرائیلو جنګي جېټ الوتکو ته یې ګواښ پېښ کړی و.