ایرنا خبري اژانس د ايران د استخباراتو وزارت له قوله ليکي چې د ياد هېواد د استخباراتي ټولنې په ملګرتیا یې په څلورو ولایتونو کې د داعش ډلې څوارلس غړي نيولي دي.

ایرنا خبري اژانس زياتوي چې د ايران استخباراتو وزارت په یوې خبر پاڼه کې ويلي چې د هیواد د استخباراتي ټولنې په ملګرتیا سره یې د تهران، البرز، فارس، او خوزستان ولایتونو د استخباراتي ادارو لخوا په ترسره شویو عملیاتو کې د داعش خراسان ډلې څوارلس کسان له پېژندلو وروسته نيولي.

د ياد اژانس د راپور له مخې د داعش ډلې دا غړي څو ورځې وړاندې ايران ته د بريدونو د ترسره کولو په موخه په غیرقانوني ډول ننوتلي وو. راپور همدارنګه زياتوي چې د داعش ډلې په دې څوارلس غړو کې یې اوه کسان په فارس ولایت او اوه نور کسان په تهران ، البرز او خوزستان ولایتونو کې نيول شوي.

د ايران د استخباراتو وزارت او ايراني رسنيو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ياد کسان له کوم هېواده ايران ته اوښتي خو په سيمه کې وروستيو حالاتو ته په کتو ګمان کېږي چې له پاکستان هېواد نه په غير قانوني ډول ايران ته تللي

دا په داسې حال کې ده چې د ايران استخباراتو وزارت څو ورځې وړاندې هم د داعش ډلې د دوه مهمو مشرانو د نيول کېدو خبر ورکړی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version