د هند دفاع وزیر راجا نات سېنګ د هند تر تسلط لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو خونړي برید ته په اشارې، په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې هیڅ قوت یې هېواد نشي ویرولی.
هغه خبرداری ورکړی چې هېواد به یې حالاتو ته په کتو هر هغه څه وکړي چې اړتیا یې وي او په وینا یې هيڅوک یې مخنیوی هم نشي کولای.
نوموړي ویلي: «هند هيڅوک نشې ویرولی موږ به هر هغه څه وکړو چې موږ ته یې اړتیا او د حالاتو غوښتنه وي او هيڅوک مو مخه نشې نيولی.»
اخوا د هند حکومت په دغه هېواد کې د پاکستاني سفارت له کارکوونکو غوښتي چې په یوه اونۍ کې دننه دغه هېواد پرېږدي.
یاد هېواد همداراز پاکستان کې د خپل سفارت ټول کارکوونکي او ډیپلوماټان هم له دغه هېواده ورغوښتي دي.