دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د جوزجان ولایت د ځایي مخورو او حکومتي چارواکو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه شخړه حل او دواړه لوري سوله‌ییز ژوند ته راوګرځېدل.

د یاد وزارت د خبر له‌مخې، ‏ياده شخړه د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او څو څو ځله دواړو خواوو د نښتو پر مهال يو او بل وهلي او ټکولي وو.

‏د ښکېلو دواړو کورنيو مشرانو د مسؤلينو په ترسره شوې فيصله خوښي ښودلې او ژمنه یې کړې چې په راتلونکي کې به هیڅ ډول تاوتريخوالي ته زړه ښه نه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version