تېره اونۍ ايران ته د محقق په مشرۍ د مقاومت شوری د پلاوي د سفر په ارتباط په ياده شوری کې د احمد مسعود د يوازيني پاتې وفادار ملګري د غبرګون په اړه هندوکش غږ تازه داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د مقاومت جبهې او د ملي مجمع – مقاومت شوری تر منځ د ژور اختلاف ښکارندويي کوي.

هندوکش غږ موندلې چې د مقاومت شوری د دې هیئت په ترکيب کې د احمد مسعود سره نږدې او وفادار کسان په قصدي ډول په نظر کې له پامه غورځول شوي او نه دي شامل شوي. همدارنګه په ايران کې موجود د مقاومت په نوم جبهې ځينې وفادار کسان لکه حضرت علي او اسماعيل خان هم له دې جريان څخه لرې ساتل شوي او په پلان شوي ډول د ايراني چارواکو سره د ټولو ليدونو لپاره د مقاومت په نوم جبهې څخه هيڅوک هم نه دي بلل شوي.

هندوکش غږ په ايران کې د مقاومت جبهې د یو تن مسؤول او تش په نوم د مشرقي شوری مسؤول حضرت علي ته نږدې سرچينو څخه تازه معلومات ترلاسه کړي چې نوموړی د محقق په مشرۍ د ياد سفر څخه ډير سخت ناراضه او غوسه دی.

سرچينه زياتوي چې حضرت علي د مقاومت شوری يو تن مسؤول يونس قانوني ته په خصوصي ډول خپل اعتراض هم وړاندې کړی دی او له نوموړي يې پوښتلي دي چې د مقاومت شوری د يو غړي په توګه مو دا حق درلود چې په دې جريان خبر شوی وای او يا هم په دې هيئت کې ملګری شوی وای خو دا چې داسې مو ونه کړل له دې معلوميږي چې تاسو زمونږ سره مشکل او اختلاف لرئ. حضرت علي ګيله کړې چې په دې کار سره د خپلو قومندانانو د مسخرو وړ ګرځېدلی او په خبره يې په دوه روپۍ شوی دی.

د سرچينې په وينا حضرت علي د قانوني سره په تماس کې دا هم ويلي چې د مقاومت شوری دې بې توجهۍ او منزوي کوونکي سياست له امله غواړي په ياده شوری کې د خپل شتون او غړيتوب په اړه تجديد نظر وکړي.

هندوکش غږ د يادې سرچينې څخه په تر لاسه شوو معلوماتو کې موندلې چې د حضرت علي ملګري په دې کار سره په نوموړي سخت بې باوره شوي دي او تر منځ يې د مخالفينو تر منځ د هغه د لويدلي موقف په اړه ګنګوسې راپيدا شوې دي.

د معلوماتو په اساس مقاومت شوری دا پرېکړه د ملي مجمع څخه د احمد مسعود د وتلو او پرېکون په غبرګون کې کړې او په قصدي ډول نه غواړي چې احمد مسعود او ورته نږدې کسان نور په خپلو سياسي جرياناتو او قضایاوو کې دخيل کړي.

د يادونې وړ ده چې د يادو دوه طرفونو (مقاومت په نوم شوری او مقاومت په نوم جبهې) تر منځ اختلافات خپل وروستي حد ته رسېدلي دي چې له امله يې احمد مسعود تصميم نيولی تر څو په تنهايي سره په افغانستان کې د سرپرست حکومت په وړاندې خپل مخالفت ته دوام ورکړي، ځکه په تيرو سياسيونو بې باوره دی او هغوی خپلې ماضي ته په کتو ناکام او له کاره لوېدلي شخصيتونه بولي؛ خو بل‌خوا مقابل جهت احمد مسعود يو کشر، بې تجربې او يو مغرور کس بولي چې په وينا یې په هيڅ صورت کې نشي کولای په تنهايي سره په افغانستان کې د سرپرست حکومت په وړاندې خپله مبارزه او مخالفت کامياب کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version