حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له عربي او اسلامي هېوادونو او د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو غوښتي، چې عملي ګامونه پورته کړي، ترڅو غزه تړانګه کې روانې وژنې، لوږه او د ژوند د اساسي زېربناوو ویجاړول ودرول شي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د صهیونیستي رژیم له خوا په غزه کې د کډوالو پر کمپونو او د مرستو د وېش پر مرکزونو بمبارۍ دوام لري، چې له امله یې سلګونه فلسطينيان شهیدان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې حماس د امریکا له خوا وړاندیز شوې د اوربند نوې طرحې په اړه خپل ځواب صهیونیستي رژیم ته سپارلی او اوس د ځواب په تمه دي.

حماس په وړاندیز کې ځیني تعدیلات کړي، څو د جګړې پای ته رسېدو لپاره د خبرو اترو چټکتیا ډاډمنه شي.

په تعدیلاتو کې د تضمین ورکوونکو هېوادونو شمېر زیاتول، د بشري مرستو داخلېدو څرنګوالی او د اسرائيلي ځواکونو د وتلو نقشو وضاحت شامل دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version