محمد فیصل

دوحه کې د افغانستان په تړاو دوه ورځینۍ جوړه شوې غونډه پرته له کومې ځانګړې او محسوسې پایلې پای ته ورسېده.دغه غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شوې وه، د ګډونوالو تر منځ د یوې مشترکې همغږۍ لامل نه شوه.غونډې وښوده چې لویدیځ او ډېر اسیایي هېوادونه لا هم د افغانستان په تړاو یو نظر نه لري او د امریکا په مشرۍ د لویدیځو هېوادونو هغه هڅې ناکامې شوې چې غوښتل یې خپل نظر په ټولو هېوادونو وتپي.تمه کېده چې دغې غونډه کې به د افغانستان له پاره یو ځانګړی استازی وټاکل شي، تر څو د بین الافغاني مذاکراتو په نوم یوه ډرامه نندارې ته وړاندې شي، خو د لویدیځ دغه هڅه د چین او روسیې له لوري له مخالفت سره مخ شوه.روسیه او چین د افغان حکومت د هغه دریځ ملاتړ کوي چې وایي د ملګرو ملتونو د یوې ادارې (یوناما) په موجودیت کې بل استازي ته اړتیا نه شته.راپورونو کې ویل شوي چې د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي ټاکل د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ځنډول شوي.دغه راز، د افغانستان له پاره د چین ځانګړي استازي یوي ژیوینګ د ګډونوالو تر منځ له یو بل اختلاف څخه پرده پورته کړې.ینګ رسنیو ته ویلي چې یو شمېر ګډونوالو تاکید کاوه چې د امریکا له لوري د افغانستان اووه ملیارده ډالر کنګل شتمنۍ دې ازادې شي.ینګ زیاته کړې چې نړیواله ټولنه د همکارۍ له پاره ده، نه د تحمیل او فشارونو له پاره. ینګ زیاته کړې چې نړیواله ټولنه دې افغانستان ته درناوی څرګند کړي.د دوحې غونډه لکه څرنګه چې تمه کېده یوه ناکامه او بې پایلې غونډه ثابته شوه.د ملګرو ملتونو سازمان او لویدیځو هېوادونو ته په کار دي د افغان حکومت غوښتې د افغانستان د یو مشروع او نماینده حکومت په توګه ومني.اوس چې اسلامي امارت په سیمه کې د خپل ځان په اړه سیمه ییزه اجماع رامنځته کړې او ګاونډیان یې ورځ تر بلې په ګټورې بهرنۍ پالیسۍ قانع کیږي، په کار ده چې لویدځ هم دغه څه درک کړي او له تحمیلي برنامو څخه لاس واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version