د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې القدس لوا، په یوه تونده اعلامیه کې اسرائیلي رژيم ته پيغام ورکړی چې د نیول شویو اسرائیليانو ازادي د تبادلې له لارې ممکنه ده، کنه نو یوازې مړي به یې در ستنېږي.

سرايا القدس له دې پيغام سره د یوه د اسرائیلي بندي انځور هم خپور کړی، چې د وخت تېرېدو او د هغه پر وړاندې د ګواښ جديت ښيي.

د فلسطين اسلامي جهاد غورځنګ او حماس جهادي غورځنګ په ګډه او همغږي ډول دا مهال د غزې په بېلابېلو برخو کې د اسرائیلي رژيم پر ضد مبارزه کوي او وخت ناوخت اسرائيلي عسکرو ته درنه مرګ‌ژوبله اړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version