د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې اوس هم د افغان او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

د سیمې ځايي خلک وايي، د پاکستاني پوځ له لوري د ډنډ پټان ټول کلي په نښه کېږي، چې تر دې مهاله پینځه ملکي وگړي ټپیان شوي او یو تن شهید شوی دی.

همدارنگه افغان لوري یو سرحدي مجاهد جمشېد هم د شهادت مقام ته رسېدلی او یو بل ټپي شوی دی.

افغان پوله‌ساتي ځواکونو له لوري د پاکستاني پوځ پر مرکزونو SPG9 او ډیسي توپونو گوزارونه روان دي، چې گڼو پاکستانیو عسکرو ته پکې درنه مرگ‌ژوبله اوښتې ده.

د افغان او پاکستانیو عسکرو ترمنځ دغه نښتې وروسته له هغه پیل شوې، چې پاکستان بېگاه شپه د پکتیکا، خوست او کونړ ځینې سیمې بمبار کړې.

د افغان ملي دفاع وزارت له لوري د بېگاني برید په ځواب کې ویل شوي، چې افغان پوله‌ساتو ځواکنو د ډیورنډ فرضي کرښو په اوږدو کې د پاکستان پوځ مرکزونه په درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

د پکتیا په څنگ لوري ولایت پکتیکا کې بیا د پاکستان د پوځ په بریدونو کې تر دې مهاله ۵۷ تنه شهیدان شوي او په همدومره شمېر کې نور ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version