د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د هېواد یو ملي سوداگر د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو او د بې‌وزله هېوادوالو سره د مرستې په پار ۷ زره ټنه پیاز او کچالو د بازار له بیې په ټیټه بیه لیلام کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کچالو او پیاز به د راتلونکو اوو ورځو لپاره د کابل ښار په بېلابېلو سیمو وگرځول شي، چې د یو من کچالو بیه ۱۰۰ افغانۍ او د یو من پیازو بیه ۱۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

په خبرپاڼه کې د صنعت او سوداگرۍ وزارت د وزیر نورالدین عزیزي له قوله ویل شوي، چې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې تر څار لاندې دي او په برخه کې جوړ شوی کمېسیون د نرخونو څارنه کوي.

که څه هم د کابل ښاروالۍ، صنعت او سوداگرۍ وزارت او یو شمېر نورې ادارې په کابل کې د نرخونو د کنټرول خبره کوي؛ خو د روژې د رارسېدو سره سم په کابل کې د خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version