پاکستاني رسنیو راپورنه خپاره کړي، چې د افغان امنیتي ځواکونه سره په نښته کې د پاکستان د پوځ یو قومندان وژل شوی او دوه نور پوځیان ژوبل شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې د پوځ دغه قومندان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاړه چینار ولسوالي په کورمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د پاکستان ډان‌ ورځ‌پاڼې سیمه کې د یوه پولیس افسر له قوله دغه خبر ورکړی دی.

پاکستاني رسنیو دا هم ویلي چې لا هم پر ډیورنډ کرښه د دواړو لوریو ترمنځ نښته روانه ده.

د افغان حکوکت د دفاع وزارت نن دو شنبه د کب ۲۸ مه د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان د پوځ پر مرکزونو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.

دغه وزارت ویلي، چې دغه بریدونه یې پر پکتیکا او خوست ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

افغان چارواکو ویلي، چې د پاکستان پوځ په مرکزونو د سختو بریدونو له امله د پاکستان پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تیره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په “لمنه” سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په “افغان دوبي” سيمه کې د عامو وگړو په کورونو بمبار کړی، چې په پکتيکا کې ٦ تنه ۳ ښځینه او ۳ ماشومان شهیدان شوي او په دغه هوایي برید يو کور نړیدلی او همداراز په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ تنه میرمنې په کې په شهادت رسېدلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version