د هېواد د پرتمینې آزادۍ پنځه کلن بریالی بهیر دا حقیقت په بې ساري ډول روښانه کړ، چې په ټول هېواد کې د پام وړ امنیت او ثبات تأمین شوی دی. دا لویه لاسته راوړنه د اسد ۲۴مې له مبارکې بریا څخه چې د ملت د هڅو حاصل دی، سرچینه اخلي او ښیي چې افغانان له هر ډول بهرني فشار او بې ځایه مداخلو خلاص شوي او په خپله خاوره کې په خپلواک ډول حکومتولي کوي.
دغه آزادۍ افغانانو ته موقع ورکړې چې خپلو طبیعي سرچینو او زرینو فرصتونو ته پاملرنه وکړي، د پردیو له تحمیلي پرېکړو ځان وژغوري او د خپلواک اسلامي نظام تر چتر لاندې ارامۍ او امنیت کې ژوند وکړي. افغانانو هم له دې موقع په ښه توګه استفاده کړې، د انساني توان تر کچې یې له ټولو سالمو فرصتونو ګټه پورته کړې او د هېواد په ودانولو کې یې له حکومت سره اوږه په اوږه خدمت کړی.
د افغان حکومت تښتېدلي مخالفین چې بهرنیو هېوادونو ته په خورا بې وسۍ تښتېدلي دي، د پردیو په ناستو او استخباراتي غونډو کې راټولېږي او د هغوی په تمویل او لارښوونو تبلیغاتي هڅې کوي. دوی په هېواد کې دننه د مؤمن او مجاهد افغان ولس په منځ کې هېڅ ډول اعتبار، حیثیت او ځای نه لري، ځکه ولس پنځه کاله وړاندې لا دوی لیدلي وو چې د پرځېدلي جمهوریت په حاکمیت کې یې د ملي شتمنیو د خوندي کولو پر ځای، دغه شتمنۍ يوازې شخصي اکاونټونو ته انتقالولې.
نن دا تښتېدلي ناامېده کسان له بهرنیو رسنیو څخه بې بنیاده او دروغجن پروپاګند خپروي، خو د دوی دغه بېګټې هڅې او نعرې د افغان ملت د ویښتیا په مقابل کې بې اغېزې او ناکامې دي. دا ښايي دوی ته هم ثابته شوې وي چې افغانانو د دوی شل کلن تېر ایستونکي شعارونه او دروغجنې وعدې د دوی له واقعیت سره پرتله کړي، چې ترمنځ یې ډېره فاصله موجوده وه.
بهرني ماتې خوړلي او ناکام اشغالګر هم کله ناکله په غیرمستقیم ډول هڅه کوي چې دا تښتېدلي او شړل شوي عناصر د افغان ولس په وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي، خو افغان مېړنی ملت د بهرنیانو په دغو دروغجنو ډرامو ښه پوهېږي او د پردیو په لومو کې نه لوېږي. اوس په هېواد کې د خپل سرۍ، تنظيمي جګړو، قدرت د جزیرو او غصب کلمې د خلکو له یاده وتلې دي، ځکه پنځه کاله وړاندې د دې ټولو مخه اسلامي نظام، مرکزي رهبرۍ، عدالت او سالمې حکومتولۍ ونیوله.
ناکام سیاسي سوداګر چې کلونه کلونه یې غوښتل افغانستان په سمتي، قومي او بېلابېلو شخړو کې ښکېل وساتي، اوس د خپل وخت په تر ټولو بد وضعیت کې قرار لري. افغانانو په تېرو پنځو کلونو کې له آزادۍ په ملاتړ سره مخالفینو ته روښانه کړه، چې د بهرنیو آدرسونو پر ځای د دې ملاتړ کوي چې د هېواد ټولې پرېکړې په هېواد کې دننه، په خپلواک ډول وشي او هېواد ودان شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


