د انساني ټولنو د بقاء او ارامۍ تر ټولو لومړۍ او اړینه غوښتنه د سرتاسري امنیت او کورني ثبات شتون دی. که په یوه ټولنه کې د انسانانو ځان او مال خوندي نه وي، نه په طبيعي بڼه ښوونه او روزنه وده کولی شي، نه سوداګري او پرمختګ ممکن کېږي او نه هم خلک د راتلونکې لپاره هیله مند کېدای شي. د خلکو روحي او رواني ارامښت له شاوخوا امنیتي وضعیت سره خورا نږدې تړاو لري او د ټولنیز ژوند لومړنی بنسټ جوړوي.
د ۱۴۰۰ هـ ل کال، د اسد له ۲۴مې مخکې، د افغانستان لویه برخه له بده مرغه د بهرني اشغال، ناامنیو، بې ثباتۍ، مظالمو او تپل شویو جګړو سره مخامخ وه. په بېلابېلو ولایتونو کې نامسؤلو زورواکانو، د سیمه ییزو ملېشو تنظیموونکو او جلا جلا قوماندانانو خپل اصول پلي کول. عام خلک به له وېرې، تښتوونو، غلاوو او ناوړه پېښو له بدو پایلو څخه متأثره کېدل، چې دغې چارې له روحي او فکري پلوه ټولنه بېخي بې ثباته او اندېښمنه کړې وه.
کله چې د اسد پر ۲۴مه د جمهوري رژیم حاکمیت پای ته ورسېد، له هغه سره سم د سیمه ییزو ډلو، د قدرت د جزیرو او نورو جنګ سالارانو د باج ګیریو بڼه هم ختمه شوه. هغه غیر قانوني ځایونه چې له مسافرو او ولس څخه به په زور پیسې اخیستل کېدې، د نوي حکومت په راتلو سره د تل لپاره له منځه یووړل شول. دا تغیرات د هېواد د لېرې پرتو سیمو د غریب او محروم ولس لپاره مهمه لاسته راوړنه شمیرل کېږي، ځکه هغوی هره ورځ له دې ځایونو ځورول کېدل او حتی د ډېر لږ مبلغ د نه ورکړې له امله په مرمۍ ځواب ورکول کېده.
د جمهوري رژیم پر مهال هڅه کېده چې ټولنه په ژبنیو، سمتي او قومي وېشونو کې ښکېله وساتل شي، ترڅو واکمنان وکولی شي د نفاق له لارې پر ولس کنټرول ولري. خو د اسد له ۲۴مې وروسته د دې ټولنیز وېش پر ځای یو مرکزي او متحد ستون رامنځته شو، د نفاق هڅې شنډې شوې او اسلامي سیاست حاکمیت وموند. په دې توګه د ګڼو خپل سریو واکمنیو پر ځای قانوني جوړښت د افغان ولس خوښي او ارامي تضمین کړه.
نن ورځ هر افغان کولی شي د هېواد له شماله تر جنوبه او له ختیځه تر لوېدیځه پورې پرته له کومې وېرې سفر وکړي. د هېواد د لويو او فرعي لارو امنیت ډاډمن دی، چې د ولس پر ټولنیز او اقتصادي فعالیتونو یې مثبته اغېزه کړې ده. سوداګر، بېلابېل واړه کاروباریان او عام خلک اوس په بشپړ ډول د خپلو بوختیاوو لپاره په خوندیتوب او سکون کارونه پر مخ وړي.
هغه مخالفې ډلې چې له هېواده بهر په امن ځایونو کې مېشتې دي او غواړي په تبلیغاتو اوبه خړې کړي، د هېواد پر شته واقعیتونو سترګې پټوي. هغوی ګومان کوي چې ولس له ماضي څخه خبر نه دی، خو افغانان چې اوس په واقعیت کې ژوند کوي، د تېر مهال د ډار، تښتونو او جنایتونو او د ننني سکون ترمنځ لوی توپیر تجربه کوي. له همدې امله، ولس شایعاتو، اوازو او تبلیغاتو ته اهمیت نه ورکوي.
د اسد ۲۴مه له تحمیلي ناامنیو، بې ثباتیو او ګډوډیو څخه د ولس د خوندیتوب او ډاډمن رواني چاپېریال پيل دی. افغانان پوهېږي چې سرتاسري امنیت څه ډول ارزښت لري او د دې ډاډ د ساتلو لپاره د یووالي اړتیا حس کوي. ټولنه نور د هغو څېرو او ډلو له احساساتي شعارونو سره ملتیا نه کوي، چې غواړي د خپلو ډله ییزو او شخصي موخو لپاره هېواد بېرته د خپلسریو او ملېشه بازۍ تورې دورې ته ستون کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


