اصلي او حقيقي خپلواکي یوازې د هېواد د سرحدونو او جغرافیايي حدودو تر ساتلو نه شي محدودېدای، بلکې رښتینی استقلال په حقیقت کې د یوې ټولنې د فکري، کلتوري او عقیدوي ارزښتونو له حریم څخه دفاع کول هم دي. که چا خپل جغرافیایي سرحدونه وساتل خو فکري او کلتوري خپلواکي یې پردیو ته وسپارله، نو هلته سیاسي آزادي خپله اصلي معنی او ارزښت له لاسه ورکوي او د پردیو تر اغېز لاندې راځي.
په تېرو شلو کلونو کې د بهرني پوځي اشغال د شتون تر څنګ هڅه کېده، چې د هېواد کلتوري، ښوونیز او ټولنیز بنسټونه هم د جوړولو په نوم تحریف شي. د مختلفو بې بنیادو رسنیو او وارد شویو نظریاتو له لارې پر افغاني ټولنه یو داسې کلتوري حالت تحمیلېده، چې د خلکو له عقیدې، ارزښتونو او له تاریخي هویت سره په مخالفت کې و؛ موخه یې دا وه چې په ولس کې له اسلامي فکر او خپل اصیل کلتور سره تړاو له منځه یوسي.
د اسد ۲۴مه د دغه بهرني او تحمیلي عقیدوي، فکري او کلتوري یرغل د پای ته رسېدو ورځ هم ده. په دې ورځ د دې فرصت یو ځل بیا برابر شو، چې افغان ولس بېرته د بهرنیو یرغلګرو د یرغلونو له اغېزو خلاص شي او خپل اصلي هویت، اسلامي عقیدې او ملي تاریخي اصالت ته راستون شي. دا تحول د دې سبب شو، چې هېوادوال وکولی شي د پردیو له نظریاتي اغېز پرته، د خپلو اصیلو باورونو له مخې د ژوند، ټولنې او حکومتولۍ تګلاره خپله کړي.
د جمهوري رژیم او اوسنیو مخالفو ډلو تر ټولو لویه تحلیلي او علمي غلطي دا وه/ده چې د خپلې ټولنې تاریخي ارزښت، اساسات او عقیدوي ارزښتونه له پامه غورځوي. دوی فکر کوي چې د پردیو ماډلونو او واردو شویو درسي نصابونو، عقایدو او افکارو له لارې به دا اصیل ملت قانع او تابع کړي، مګر افغان ولس د داسې څه منونکی نه دی او هیڅکله به غاړه ورته کېنږدي.
د افغانانو له خوا پر خپلو بډایو غني کلتوري دودونو او د ټولنې پر اساسي دیني غوښتنو تکیه کول هغه محکم محور دی، چې د ملت په منځ کې یې رښتینی پیوستون رامنځته کړی. اوس چې قوانین، اصول او ټولنیز مناسبات له اسلامي معیارونو او د اسلام له غوښتنو سره سم عیار شوي، نو هېڅ بهرنی او کورنی مخالفت ریښنه نه شي غځولی.
هغه بې بنیاده تبليغاتي هڅې چې له بهر څخه د اسلامي ارزښتونو، افغاني کلتور او د موجوده نظام د مخالفت په نیت ترسره کېږي، د ناکامو هڅو یوه دوامدار لړۍ ده. افغان ولس د پرون په پرتله، نن ښه درک کړې چې بهرني لوري او د هغوی ملاتړي د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره له کلتوري مسایلو هم د مخالفت د ابزارو په توګه کار اخلي، چې په دې کار کې به هیڅکله بریالي نه شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


