د تش په نوم آزادۍ جبهې له لوري د عامو کډوالو افغانانو د تېر ایستلو، ناوړه استفادې او تورو معاملو ابعاد د افشاء کېدو داسې پړاو ته رسېدلي، چې د ډلې دننه غړي یې پرې اعتراف کوي. د دغې ناکامې آنلاین ډلې او نورو مخالفو ډلو قوماندانانو د یاسین ضیاء په هدایت، يو شمېر هغه افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې د غریبۍ او حلالې روزۍ پیدا کولو لپاره کډوال شوي وو، د ۲۵۰ ډالرو میاشتني معاش په دروغجنو ژمنو پاکستان ته وربللي دي. وربلل شوي افغانان هغه کډوال دي، چې د خپلو کورنیو د ژغورلو په هیله یې د کډوالۍ سختې لارې منلې دي، خو اوس د پردیو ګټو د تأمینوونکو معاملهګرو په منګولو کې ښکېل شوي دي.
دا ناورین یوازې په فریبکارانه وعدو پای ته نه دی رسېدلی، بلکې هغه افغانان چې د دې ډلې په ژمنو غولېدلي، دا مهال په پاکستان کې له سختو روحي او جسمي شکنجو سره مخ دي. له میاشتو میاشتو تېرېدو سره سره هم چا ته معاش نه دی ورکړل شوی، صحي خواړه نه ورکول کېږي او نه د ناروغیو په وخت کې تداوي کېږي، تر دې چې له خپلو کورنیو سره د اړیکې نیولو حق یې هم ترې اخیستی.
د تش په نوم آزادۍ جبهې مشر او نورو قوماندانانو د خپلو بادارانو په هدایت، دغو افغانانو ته په خپلو پټو شخصي بند خونو کې د ستونزمن ژوند لار خلاصه کړې ده. د یادې ډلې مسؤلینو، ګڼ شمېر غولول شوي افغانان په دې نوم چې ګواکې افغان حکومت ته جاسوسي کوي، په شخصي زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې نیولي دي، ترڅو له ټولو حقونو بې برخي او تر فشار لاندې وي او د هر راز ناوړه موخو تحقق ته یې چمتو کړي. یادو افغانانو ته دا هم ویل شوي، چې که افغانستان ته د تخریبي موخو لپاره لاړ شي، نو معاشات به یې حواله شي.
د هندوکشغږ په وروستي خپاره شوي غږیز کلیپ کې، د بغلان ولایت پخواني وکیل او د آنلاین آزادۍ جبهې مهم غړي دین محمد جرئت د ياسين ضياء په اړه له ترخو واقعیتونو پرده پورته کړې ده. جرئت چې په خپله یې د دغې جبهې دننه وضعیت له نږدې لیدلی ویلي، چې یاسین ضیاء یو خورا ناپاک او مفسد انسان دی. د نوموړي په وینا، دا ډله تر کافرانو هم بده ده او وایي چې یاسین ضیاء افغانان په بهانو پاکستان ته وربولي او هلته یې په آی ایس آی زنداني کوي.
که چیرې کوم بې چاره او فریب خوړلی افغان ووایي، چې له دې تحمیل شوي ناورین او زندان څخه خلاصېږي او بېرته خپل هېواد یا کوم بل ځای ته ستنېږي، د تېښتې یا ژوند لاره نه ورکول کېږي. که څوک د دوی له منځه، د دې مطلق ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي، سمدستي د جاسوس په نوم له منځه وړل کېږي او یا په شخصي شکنجه ځایونو کې تر ابده لادرکه کېږي. دا ثابته خبره ده چې آزادۍ جبهه نه یوازې اسلامي او انساني حقونو ته ژمنه نه ده، بلکې د وطن پلورنې او افغان وژنې یوې پراخې استخباراتي پروژې ته هم په اخلاص کار کوي.
د دغو تحمیلي او مفسدو ډلو ترمنځ، خپل منځي خبیثې معاملې او انتقامونه هم د ویجاړۍ اوج ته رسېدلي دي. څنګه چې درې کاله وړاندې د اکمل امیري په افشاء کولو او وژلو کې د احمد مسعود په مشرۍ د تش په نوم مقاومت جبهې لاس و، اوس داسې قراین موندل شوي، چې آزادۍ جبهې د هغه د غچ اخیستلو په هڅه کې د حسیب قوای مرکز په وړاندې دامونه ایښي وو. مخالفې ډلې د اختلافاتو، سیالیو او پردیو زامنو د قرباني کولو د یوې اوږدې لړۍ ته ننوتلي او تمه ده چې د کامل سقوط تر پولې به یې ورسوي.


