د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین، مهاجر فراهي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د واخان کوریډور د ناامنه کولو هر ډول هڅه به د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شي.
نوموړي ویلي، د هېواد کورني او بهرني دښمنان دې پوه شي، چې امنیتي ځواکونه په دې برخه کې بشپړ حساسیت او جديت لري او د هر ډول «شومې ارادې» پر وړاندې به پرېکنده اقدام وکړي.
ښاغلي فراهي زیاته کړې، هغه کسان چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ نه شي زغملای او د پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي، د ترحم وړ نه دي.


