د افغانستان بهرنيو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي، روزمیري ډیکارلو، سره ټلیفوني خبرې کړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، د خبرو اترو په ترڅ کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر پر لا اغېزمنتیا بحث او خبرې شوې دي.
ډیکارلو د اسلامي امارت له لوري د بشري فعالیتونو لپاره د برابر شویو اسانتیاوو او همکاریو ستاینه کړې او د یوناما په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه یې له افغان لوري سره معلومات شریک کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لوریو د دغه راز د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او لا زیاتې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.


