‏په ناروې کې د افغانستان د سفارت سرپرست نجیب‌الله شاهین، د افغانستان لپاره د ناروې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي بیورن جانسن سره کتلي.

په ناروې کې د افغانستان سفارت وایي، دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان مهاجرینو پر جبري ایستنې، بشري مرستو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لوریو دې کتنه کې د اړیکو پر لاپیاوړتیا او د ورته ناستو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version