وحیدالدین حیدرتېره ورځ د ا.ا.ا د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او لوی درستیز قاري فصیح الدین قطر هېواد ته په یو رسمي سفر ولاړل.

محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د امیر نایب الشیخ عبدالله بن حمد ال ثاني، همدا راز د قطر د دفاع وزیر او رئیس ارکان سره په داسې حال کې ولیدل چې د ګڼو نورو هېوادونو د دفاع وزیران هم ورسره و.

د ا.ا.ا د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ویلي چې مجاهد او فطرت به د دې سفر په لړ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.نوموړي یادونه کړې چې هغوی به د دغه هېواد د «دیمدیکس دفاعي» نندارتون کې هم ګډون وکړي.

د افغان پلاوي ورتګ د نړۍ سره د ديپلوماسۍ او سیاسي تعامل څرګندونه کوي، د اسلامي امارت د هغو سیاسي مخالفینو په زړونو یې یخې اوبه تویې کړې، چې شپه ورځ د کومې معجزې او زیري په تمه ناست وي، کرۍ ورځ د طالبانو د انزوا بې معنی بحثونه کوي او د افغانستان په منزوي کېدو خپل دروغجن تحلیلونه کوي.

اصلاً دا ډول خلک د افغانستان له سیاسي اوضاع سره بیخي نابلده دي دلته ارګ، وزارتونو او ولایتونو کې بهرني پلاوي په لیدنو، دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو سیاسي، اقتصادي او صحي برخه کې ګڼ پروتکلونه رامنځ ته کیږي، د سیمې او ګاونډي هیوادونو سره واردات او صادراتو، تجارتي تړونونه، مصوبې ترتبیږي او منظوریږي. وزیران، والیان، معینان او مامورین په رسمیاتو او غیر رسمیاتو کې په انکشافي او غیر انکشافي برنامو بوخت دي.

چاداري فعالیتونه په جوش خروش روان دي، بسته د نظام بیړۍ له موانعو پرته د خپل هدف په لور مزل لنډوي، د واک جزیرې او فرعونیان نشته چې په ونډو او معاملو سره اخته وي، دلته فقط د یوه با صلاحیته رهبر تر رهبرۍ لاندې واحده رهبري ده، چې د وزیر او ملازم پورې یې فرامین او هدایت له ځنډ پرته پلي کیږي.

د افغانستان بنیادونه رغیږي او دا جغرافیه د فقر او نیستۍ له کومې په راووتو ده، له هر سټېجه او له هر ممبر دغو د علماوو او د سوچه افغانانو بې سابقې نظام ته د دعا لاسونه لپه کیږي.موږ پر مخ درومو!

ځواب پریږدئ

Exit mobile version