د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار او د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي اګور ملګراټي د تخنیکي، روزنیزو او تجهیزاتي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
ملا عبدالحق همکار د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د برېښنا سکتور د لا پرمختګ او د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره د مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا ته اړتیا ده.
په ورته وخت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي اګور ملګراټي د افغانستان برېښنا شرکت ښه همکار بللی او ډاډ یې ورکړی، چې د برېښنا سکتور د ملاتړ او تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


