د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۱۴۰۵ کال د پلان له مخې یې د افغانستان د یو پر زر په کچه د اساسي جیولوجیکي سروې بهیر پیل کړی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د جیولوجیکي سروې معینیت یو شمېر انجنیرانو په همدې موخه د هېواد لوېدیځ او سوېل، په ځانګړي ډول هرات او کندهار زونونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.
په دې بهیر کې به متخصصین د هېواد په سویلي او لوېدیځو سیمو کې د یو پر زر په کچه جیولوجیکي نقشې چمتو کړي او اړوند جیولوجیکي معلومات به راټول کړي.
وزارت وايي، د دغو سروېګانو له بشپړېدو سره به د افغانستان د جیولوجیکي معلوماتو یو علمي او تخنیکي ډیټابېس رامنځته شي، چې د هېواد د کاني سرچینو د راتلونکو مطالعاتو او اکتشاف لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، افغانستان په اوو جیولوجیکي زونونو وېشل شوی او ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه په درېیو زونونو کې د جیولوجیکي نقشو د برابرولو چارې بشپړې شي.


