بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو د بسونو پر کاروان د شوي خونړي برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې یې ۹۰ تنه پاکستاني پوځیان هلاکت ته رسولي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «لومړی یوه سرتېري پر بس سرتېری برید وکړ او وروسته یې وسله‌والو دوهم بس محاصره کړ او پکې سپاره ټول پوځیان یې یو په بل پسې ووژل، چې په ټولیز ډول یې شمېر ۹۰ تنو ته رسېږي.»

د یادونې وړ ده، چې بلوڅ بېلتون څو ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت په بولان سیمه کې له یوه اورګاډي څه باندې ۲۰۰ تنه پاکستاني پوځیان لومړی یرغمل او بیا وروسته هلاک کړي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version