نن ماسپښین مهال د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوه.

د نښتې پر مهال افغان ځواکونو له کرښې اخوا په انګور اډه کې د پاکستاني ځواکونو لوی پوځي مرکز په ډي سي توپونو وویشت چې دوه توپونه یې هدف ته ورسېدل.

د افغان ځواکونو د برید له امله پاکستاني ځواکونه له خپل پوځي کمپ څخه وتښتیدل.

پاکستاني ځواکونو له ویرې دغه کار کړی، خو هغوی ته د ور اوښتو تلفاتو د شمېر په اړه کره مالومات نشته.

اوس جګړه دریدلې او سیمه کې وضعیت ارام دی.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني ځواکونو پرون سهار پر افغان خاوره برید وکړ چې پایله کې یې اته ملکي وګړي شهیدان شول.

افغان ځواکونو ځوابي برید کې د پاکستان ډیرې پوستې په نښه کړي چې په کې ګڼ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version