د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خبر پاڼې پر اساس د واورې او باران دغه څپه به د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري (حمل) په لومړۍ نېټه د هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غزني، دايکنډي، غور، بادغيس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان او باميانو ولايتونو ته ورسېږي او په یادو ولايتونو کې به باران او واوره وورېږي.