د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد معینیت د ښوونیز مرکز قوماندانۍ د ۱۰۷مې دورې په فراغت غونډه کې ۶۷ تنه مداومین فارغ او ۷۸ تنه افسرانو او ساتنمنانو هم خپلې تقویتي زده کړې بشپړې او د فراغت تصديق پاڼې ترلاسه کړې.
سرچينه وايي، د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د عملیاتي چارو مرستیال پاسوال مولوي شریفالله الهام فارغ شویو منسوبينو ته په خپلو خبرو کې ټينګار کړی، چې له دې وروسته د هېواد له اقتصادي بنسټونو او مهمو پروژو څخه د امنیت ساتنې مسؤولیت پر غاړه لري او په خبره یې فارغ شوي ساتونکي بايد د دندې پر مهال له صداقت، ژمنتیا او مسلکیتوب څخه کار واخلي.
ياده دې وي، چې د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې د ملي تصدۍ معينيت زرګونه منسوبين دا مهال د هېواد په کچه د بېلابېلو عامه بنسټونو په ساتنې بوخت دي.