د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو د دې ادارې د تېر یوه کال لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې د سټنډرډ ملي ادارې په تېر یوه کال کې ۶۴ سټنډرډونه او ۱۶۴ ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.
د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو زیاته کړې، چې د دغو سټنډرډونه تدوین د نړیوالو منل شویو نورمونو او سټنډرډ جوړونې نړیوال سازمان (ISO) له لارښوونو سره سم ترسره کېږي.
د مسؤلینو په خبره، په همدې موده کې په هېواد کې ۵۱ د ودانیزو توکو محمولې له ارزونې وروسته په بندرونو کې د سټنډرډ خلاف تثبیت شوې دي.