شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp له پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې، نن ورځ د مارچ مياشتې په پنځلسمه پاکستاني طالبانو د کرمې ولایت د صدې ولسوالۍ په تړلې کلي کې پر پوځي قطار د ماین چاودنه وکړه او ورپسې یې پر نورو پوځي موټرو کمين وواهه. د سرچينې په وينا، د ياد کمين په ترڅ کې ۶ پوځي عسکر هلاک شوي او درې نور ټپيان دي او دغه راز د نورې مرګژوبلې احتمال هم شتون لري.ياده دې وي چې، د پاکستاني طالبانو غورځنګ بېګا شپه د روان کال لپاره د الخندق په نوم عمليات اعلان کړل او پاکستاني حکومت ته یې ګواښ وکړ، چې روان کال به پرې پراخ بريدونه ترسره کړي.
پاکستانی سناتور مشتاق احمد: د شهباز شریف له خوا د ټرمپ د «غزې د سولې بورډ» د غړیتوب بلنه منل په اصل کې د اسرائیلو د رسمیت پېژندلو پر لور یو ګام دی22 جنوري 2026