د پرځېدلي جمهوریت لوموړی مرستیال او د سي آی اې پخوانی جاسوس امرالله صالح، نه تنها دا چې په افغانستان کې د خپلو مشکوکو او مرموزو ماموریتونو او متزلزلو دریځونو له کبله د یوې مبهمې، له ارزښتونو خالي او مرموزې څهرې په توګه پېژندل کېږي، بلکې د نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا په اړه یې دريځونه له ابهام او تزلزل ډک دي.
نوموړی د خپلو د همدغو دریځونو په دوام، کله د امریکا نږدې جاسوس پاتې شوی، کله یې خواخوږي ورسره له اندازې ډېره کړې او کله نا کله بیا ترې ګیله من وي او دوی په جفا او ناځوانۍ تورنوي. د نوموړي دا څهره وروسته له هغې نوره هم افشاء شوه، کله چې نوموړی د اشرف غني لومړی مرستیال شو. کله به یې چې ګټې د امریکایانو له خوا له ګواښ سره مخ شوې، په ځانګړې توګه هغه مهال چې انتخاباتي منډې ترړې وې او دغه راز کله چې امریکا په افغانستان کې له ماتې وروسته د وتلو پرېکړه وکړه.
صالح امریکایان ډېر وهڅول چې په افغانستان کې پاتې شي، دوی ته یې آن ځینې امتیازات هم ومنل او دوی ته یې ګڼ لقبونه ورکړل. کله به یې ورته د افغانستان ارزښتونه لیلام کړل او کله به یې تر دې هم زیات امتیازات ورته منل. خو کله چې یې ولیدل امریکایان په خپلو پرېکړو کې جدي دي او د سختو فشارونو له وجې خپلې ماتې ته متوجه دي او په دې سره د نوموړي شخصي ګټې له ګواښ سره مخ دي، نو یې له دوی ګیلې پیل کړې، کله یې په جفا تورنول، کله یې په خیانت او کله هم له خپلو په اصطلاح متحدینو سره په ناځوانۍ.
د صالح دا دریځونه د جمهوریت له پرځېدو وروسته لا پسې کاواکه شول او لار ترې ورکه شوه، په امریکایانو یې تورونه ولګول چې ګواکې د دوی ملاتړ نه کوي او پر ځای یې له طالبانو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې امریکا له همدې طالبانو سخته ماته وخوړه او شل کلنه دښمني یې په ابدي دښمنۍ واوښته.
د صالح دا ټول دریځونه د هغه د ژور شخصیتي اختلال، پر خپلو ګټو راڅرخېدو، له ارزښتونو د محرومیت، له خپلو خلکو او ولس د پردیتوب او کاواکه او متزلزل دریځ ښکارندوی دی. هغه هېڅ ډول ارزښتونو ته ژمن نه دی، د هېچا دوست او ملګری نه دی، هېڅ ارزښت ته ژمن نه دی، هېڅوک پرې باور نه شي کولی او هر څه د خپلې شخصي ګټې او سلیقې په ترازو تلي، ځکه نو اوس پر خالي میدان پاتې دی، څوک یې خبرې نه اوري او نوموړی د تزلزل او بې ثباتۍ له لاعلاجه رنځه ځورېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.