د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د سوریې او افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو د وزیرانو لیدنه، د اسلامي امت ژور تحول او بيدارۍ یوه نښه بللې ده.

نوموړي زياته کړې:«په دواړو هېوادونو کې مسلمانانو سترې قربانۍ ورکړي او دا پېښې دا څرګندوي، چې بریا، کرامت او عزت یوازې د صبر، استقامت، مبارزې او قوي ارادې له لارې ترلاسه کېدای شي، خو ډېری خلک بې‌صبره دي او ژر بریا غواړي».

ياده دې وي، چې مولوي امير خان متقي پرون ورځ ترکيه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتنه کې د افغانستان او سوريې ترمنځ اړيکې تاريخي‏ او مهمې بللي او خوښي يې څرګنده کړې، چې دواړه ولسونه له اوږدو جګړو وروسته خپلواکۍ او ثبات ته ورسېدل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version